شمالي وزیرستان کښې د ګاز او تیلو لوی ذخیرې موندل شوي

0
99

باغی ټي وي رپورټ
ماړي پټروليم د شمالي وزيرستان بنو لويديځ بلاک کښې د تيلو او ګيس لیو ذخيرې موندلي دي۔

د ماړي پټروليم وياند وويل چې دا په شمالي وزيرستان کې د تېلو او ګيس لومړۍ کشف دی چې په کې د ورځې 25 ايم ايم سي ايف ډي ګاز او هره ورځ 300 بېرل تېل کشف شوي دي.

د وياند په وينا، نوې کشف به د تېلو او ګازو تقاضا پوره کولو کې مرسته وکړي او د هېواد د هايډروکاربن ذخيرې زياتې کړي، په داسې حال کې چې د ځايي سرچينو کشف به د بهرنيو اسعارو زيرمې خوندي کړي.
د اقتصادي کارپوهانو وینا ده چې د تیلو او ګیس دې ذخیرو ته که د پاکستان دولت ځانګړې پاملرنه وکړي نو دې سره به په ملک کې د تیلو کمښت پوره شي ، د بهر هیوادونو څخه به کم تیل وارد کړې شی او دغه شان په پاکستان ته ډیره مالي ګټه وشي.

Leave a reply