د قبایلي مشرانو ۵۰ کسیزه جرګه پایه تخت کابل ته ځي، ټي ټي پی سره به د امن په اړه خبرې کوي

0
116

نصیب شاه شینواري
له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه ۵۰ کسیزه جرګه کابل ته تللې ده، په دې جرګه کې د ټولو قبایلي ولسوالیو مشران ګډون لري.
د امن خبرو اترو لپاره دې جرګه کښې د خېبرپښتونخوا پخوانی ګورنر انجینر شوکت الله خان، د باجوړ نه پخوانی ایم این اے سید اخونزاده چټان، د وزیرستان پخوانی سناتور مولانا صالح شاه او یو شمیر نور مهم مشران برخه وال دی.
ځایی اولس هیله من دي چې د امن لپاره دا خبرې به بریالۍ شي او قبایلي ولس به د هوساینې، امن او د خوشحالۍ ساه واخلي.
د یادونې ده چې د افغانستان اسلام امارت په منځګړتوب په افغانستان کښې هم دې قبایلي مشرانو د جرګه څخه پس د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ تر ۳۰ میی پورې ډزبندي شوې وه او دا ډزبندي وس نوره هم ِغځول شوې ده او د پاکستان او ټي ټي پي ترمینځ د ډزبندې پریکړه ترنامعلومه وخته پورې شوې ده.
ځایی اولس ، مشرانو او نورو سماجي مشرانو دې پریکړې ستاینه کړې ده او وس د قبایلي مشرانو ددې جرګې کابل ته تګ هم په ښو ټکو کښې ستاینه کړې ده.

Leave a reply