شهباز شریف ترکی سره ښې اړیکې لري
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ترکی په دوره تللې دې.
د ډاکټر فرقان حمید په جیو نیوز ویب پانړه خپور یو راپور مطابق پاکستان ولسمشران او لومړي وزیران او همدارنګه د ترکیې ولسمشران او لومړي وزیران (اوس په ترکیه کې د صدارتي نظام لامل د لومړي وزیر څوکۍ نه ده) د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره په منظمه توګه له یو بل سره لیدنې کوي او د یو بل هیواد دورې کوي. .
په ترکیه کې د ولسمشر اردوغان حکومت له تیرو شلو کلونو راهیسې په واک کې دی په داسې حال کې چې په پاکستان کې سیاسي وضعیت د بدلون په حال کې دی، د پاکستان دا مشران ترکیه سره ښې او نږدې اړیکې لري.
د راپور مطابق د ترکي ولسمشر اردوغان د پاکستان د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف سره دومره ژورې او نږدې اړیکې لري کومې چې ی د کوم بل پاکستاني سیاستوال سره نه درلودي. راقم دا خبره په داسې باور سره کوي چې راقم د ولسمشر اردوغان د واک په دوران د اردو ژباړونکي په توګه له دوی سره د کار کول موقع په لاس راغلې ده.
ولسمشر اردوغان شهباز شریف له هغه وخت راهیسې پېژني چې هغه د پنجاب ایالت اعلی وزیر و او هغه مهال په وفاق کې د پیپلز ګوند حکومت وو. د پنجاب د اعلی وزیر په توګه شهباز شریف د ولسمشر اردوغان باور ترلاسه کړ او بیا د همدې نږدېوالي په پایله کې هغه پریکړه وکړه چې د پنجاب ایالت بدل کړي او دا صوبه پرمختګ وکړي. شهباز شریف په هغه وخت کښې په پنجاب کې یو شمیر ترکي شرکتونو ته د پانګونې او کار فرصتونه برابر کړل. ترکیې، هغه د همکارۍ څو تړونونه لاسلیک کړل او هم دغه شان ولسمشر اردوغان ته شهباز شریف یو ډیر نزدې پاکستان سیاسي مشر شو.
که د ډاکټر فرقان حمیدې دې راپور ته وکتل شي نو دا د شهباز شریف لپاره یوه ډیره ښه موقع ده چې ترکي سره د پاکستاني اړیکې په ښه کولو کښې نور مثبت رول هم ولوبوي.
وس د شهباز شریف حکومت لپاره یوه موقع په لاس راغلې چې ترکي سره د اقتصاد پیاوړ کولو لپاره داسې پروژې لاسلیک کړي چې ترکي وکولې شي په پاکستان کښې پانګونه وکړي او د پاکستان کمزوري اقتصاد لپاره د قوي کولو لامل وګرځي.
د یادونې ده چې پرون هم وزیراعظم شهباز شریف په ترکي کښې یو شمیر شرکتونو مشرانو سره کتلي او په پاکستان کښې ی دوی ته ډاډ ورکړې چې دوي په ډاډه زړه کولې شي چې په پاکستان کښې پانګونه او تجارت وکړي.