ا.ا افغانستان کې د بیزو چیچک ناروغۍ په اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه ګڼلي دي

0
107

ا.ا افغانستان کې د بیزو چیچک ناروغۍ په اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه ګڼلي دي

د ا.ا روغتیا وزارت ویاند ویلي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د بیزو چیچک ناروغي ځینې مشکوکې پېښې ثبت شوې وې او یاد کسان د دوی د روغتیایي ټیمونو تر نظارت لاندې وو چې د ټولو ازمایښتونه منفي راوتلي دي.

 

(2022 / 6 /  1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا په هېواد کې د بیزو چیچک ناروغۍ په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دا ناروغي تر اوسه پورې په افغانستان کې نه ده تثبیت شوې.

د ا.ا روغتیا وزارت ویاند ویلي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د بیزو چیچک ناروغي ځینې مشکوکې پېښې ثبت شوې وې او یاد کسان د دوی د روغتیایي ټیمونو تر نظارت لاندې وو چې د ټولو ازمایښتونه منفي راوتلي دي.

د یادونې ده چې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی و چې کابل او نیمروز ولایت کې د بیزو چیچک مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت مسوولینو ویلي وو چې د بیزو چیچک دا پېښې قطعي نه دي خو په دې اړه د دوی څیړنې روانې دي.

Leave a reply