امریکا پر ایران غږ کړی چې د یونان د تېلو بېړۍ خوښې کړي

امریکا پر ایران غږ کړی چې د یونان د تېلو بېړۍ خوښې کړي
د يادونې وړ ده چې د ايران سپاه پاسداران ځواکونو د جمعې په ورځ د فارس خليج په اوبو کې د يونان دوې تېل وړونکې بېړۍ ونيولې. سپاه پاسداران ويلي چې يادې بېړۍ يې د سمندري سرغړونو له کبله نيولې دي.
(2022 / 6 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د ايران هغه اقدام چې د فارس خليج په اوبو کې يې د يونان دوې تېل وړونکې بېړۍ نيولې دي غندلی دی.
بلنکين په دې اړه د يونان د بهرنیو چارو له وزير سره هم ټليفوني خبرې کړې دي. د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي چې ورته اقدامات سمندري امنيت ګواښي او تهران ته بويه چې د يونان نيولې بېړۍ ژر تر ژره خوشې کړي.
اعلاميې ټينګار کړی چې امريکا به په دې مسئله کې په ناټو کې له خپل مهم متحد او شريک «يونان» سره اوږه په اوږه ولاړه وي.
د يادونې وړ ده چې د ايران سپاه پاسداران ځواکونو د جمعې په ورځ د فارس خليج په اوبو کې د يونان دوې تېل وړونکې بېړۍ ونيولې. سپاه پاسداران ويلي چې يادې بېړۍ يې د سمندري سرغړونو له کبله نيولې دي.





