په متحده عرب اماراتو کښې د تیلو بیعې ۱۵ سلنه زیاتې شوي

باغی ټي وي رپورټ
په متحده عربي اماراتو کې د تیلو بیې شاوخوا 15٪ لوړې شوې دي.
په متحده عربي اماراتو کې د یو لیټر پټرول بیعه په پاکستاني روپیو کښې ۲۷ روپۍ لوړه شوې ده.
تېره میاشت د یو لیټر تېلو بیه ۳.۶۶ درهم ۱۹۸ پاکستانۍ کلدارې وه، چې په متحده عربي اماراتو کې د تېلو بیه له جنورۍ راهیسې دوه برابره لوړه شوې ده.
د یادونې ده چې د شهباز شریف حکومت هم په پاکستان کښې د تیلو په فی لیټر بیعه کښې د ۳۰ روپو زیاتوالۍ اعلان کړې دې.
د تیلو بیعه لوړیدو سره په ملک کښې د خوراکی توکو بیعې او د ګاړیو کرایه هم زیاته شوي ده.






