کاناډا غواړي د وسلو پر لېږد او کاروبار بندیز ولګوي

ټروډو وایي دا مسئله د ټولنې امنیت ته مهمه ده او پارلمان هم باید په دې اړه دقیق اقدام وکړي. کاناډا وروسته له دې پر دغه چاره لاس پورې کوي چې په امریکا کې په وسلو د وژلو پېښې ډېرې شوې دي او هره اونۍ دوه یا درې پېښې ترسره کېږي.
(2022 / 5 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کاناډا غواړي د وسلو پر لېږد او کاروبار بندیز ولګوي. د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو تازه ددغه هېواد پارلمان ته یوه لایحه لېږلې چې له مخې به یې د تومانچې او ټوپک په څېر په لاس کې د لېږدېدونکو وسلو پر کاروبار او لېږد بندیز لګول کېږي.