د امریکا جنګي اقتصاد ددغه هېواد خصوصي اقتصاد ته ستره ضربه رسولې ده

0
128

د امریکا جنګي اقتصاد ددغه هېواد خصوصي اقتصاد ته ستره ضربه رسولې ده

دوی وایي امریکا وسلې تولیدوي، وسلې پلوري، په جګړو کې له ځینو هېوادونو ملاتړ کوي، وسلې پراخوي، پرمختللې وسلې جوړوي، پر بېړیو پانګونه کوي له هېوادونو سره په نظامي برخه کې راکړه ورکړه او پلور پېر لري نو له همدې امله ددغه هېواد ستر تمرکز پر نظامي اقتصاد دی.

 

(2022 / 5 / 31   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا جنګي اقتصاد ددغه هېواد خصوصي اقتصاد ته ستره ضربه رسولې ده. امریکایي اقتصاد پوهان وایي په وروستیو کې امریکا تر ډېره پر نظامي اقتصاد تمرکز کړی دی.

دوی وایي امریکا وسلې تولیدوي، وسلې پلوري، په جګړو کې له ځینو هېوادونو ملاتړ کوي، وسلې پراخوي، پرمختللې وسلې جوړوي، پر بېړیو پانګونه کوي له هېوادونو سره په نظامي برخه کې راکړه ورکړه او پلور پېر لري نو له همدې امله ددغه هېواد ستر تمرکز پر نظامي اقتصاد دی.

دوی وایي چې د امریکا دغه اقدام خصوصي اقتصاد او په ټوله کې د امریکا عمومي اقتصاد ته زیان رسولی دی او خلک یې له اندېښنو سره مخ کړي دي.

اقتصاد پوهان وایي امریکايي حکومت ته په کار ده چې له نظامي برخو سره تر یوه حده مخه ښه وکړي او په ټوله کې د امریکا پر اقتصاد او رښتینې اقتصادي وده تمرکز وکړي.

Leave a reply