د پیښور انتظامي افسرانو په ښار کښې د پیټرول پمپونه معاینه کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
د ډپټي کمشنر پېښور شفیع الله خان په لار ښوونه د پيښور ایډیشنل اسسټنټ کمشنر انیس الرحمان په ناصر باغ روډ باندې د فلنګ سټیشنونو، یعني د پیټرول پمپوننو معاینه وکړه.
د پیښور ډي سي دفتر څخه جاري شوي په ټولنیزو رسنیو دا خپور یو راپور مطابق دوه فلنګ سټیشنونه یې د زیات قیمت، ناقص ګیج او د این او سی نه لرلو له کبله تړلي دي.
د یادونې ده چې په پیښور ښار کښې هره ورځ انتظامي افسران په پیټرول پمپونو او داسې نور کاروباري ځایونو له ورځي ، معاینه ی کوي او څوک هم چې د عام اولس څخه ناجایزه او غیرقانوني ګټه کوي نو د هغوی په ضد کاروایی کوي، اولس ددې کار ستاینه کوي خو غوښتنه هم کوي چې انتظامیه دې خوراکي توکو قیمتونو کنټرل کولو لپاره یوه فعاله کمیټي جوړه کړي، اولس نیوکه کوي چې د وړو میلونو او نور د غوړو او خوراکي توکي خرڅوونکي دوکانداران د خلقو څخه ډیره ناجایزه ګټه کوي او ددوی په ضد دې هره ورځ قانوني کاروایی کوي.





