ملک کښې د انرژۍ بحران نور هم زیات شوې
باغی ټي وي رپورټ
په هېواد کې د انرژۍ بحران نور هم شدت موندلی دې او د برېښنا کمښت له اووه زره میګاواټو څخه اوښتی دی.
د پاور ډویژن د سرچینو ترمخه ملک کښي د بجلئ طلب ٢٨٢٠٠ ميګاواټ ته رسيدلے دے او سپلائي ٢١٢٠٠ ميګاواټ ته رسيدلي ده د کومي له وجي چي شارټ فال ٧٠٠٠ ميګاواټ ته رسيدلے دے۔
دسرچينو ترمخه په هايډرو پاور څخه ٤٦٣٥ ميگاواټ بجلي پيدا کيږي اؤ حکومتي حرارتي پاور پلانټونه ١٠٦٠ ميگاواټ بجلي پيدا کوي اؤ ٩٦٧٧ ميگاواټ بجلي د آئي پي پيز څخه ترلاسه کيږي.
دسرچينو له مخې دتيلو، ګازو او سکرو دکمښت له امله يو شمير کارخانې تړل شوي دي.
سرچينې وائي د ملک په بيلا بيلو سيمو کې د 10 څخه تر 12ؤ ساعتو غير اعلانيه لوډشيډنګ روانه ده اؤ په هغو سيمو کې چې زيات لائن لاسز لري د بجلئ لوډشيډنګ موده زياته ده.
دسرچينو ترمخه دمعلوماتو دنه موجوديت له وجې دلوډشيډنګ دطرحې نه کار نه اخستل کيږي.