ایران او تاجکستان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

0
90

ایران او تاجکستان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

ایران او تاجکستان تر دې وړاندې هم د افغان حکومت په اړه دغه ډول نظر ورکړی دی، خو افغان چارواکي وایي چې حکومت ټولشموله دی او ټول قومونه پکې حضور لري.

 

(2022 / 5 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران او تاجکستان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ایران او تاجکستان ولسمشرانو په سیمه کې د روان وضعیت تر څنګ د افغانستان پر مسئله خبرې کړې دي.

سرچینه وایي په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي او ځینې تحولات یې اندېښمنوونکي بللي خو ټینګار کوي چې ددغه هېواد له ثبات او سولې سره به مرسته کوي.

دوی همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت اړتیا ده، څو ټول قومونه پکې ځان وویني او د افغانستان د پرمختګ لپاره کار وکړي.

ایران او تاجکستان تر دې وړاندې هم د افغان حکومت په اړه دغه ډول نظر ورکړی دی، خو افغان چارواکي وایي چې حکومت ټولشموله دی او ټول قومونه پکې حضور لري.

Leave a reply