اسرائیلو ویلي چې ښايي ایران پر عامو اسرائیلیانو برید وکړي 

0
131

اسرائیلو ویلي چې ښايي ایران پر عامو اسرائیلیانو برید وکړي 

دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې تازه د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو قوماندان هم ویلي چې د خپل وژل شوي ډګروال حسن صیاد خدايي غچ اخلي. نوموړی د مې په ۲۲ مه تهران کې د خپل کور مخې ته د ناپېژانده وسله والو په بريد کې ووژل شو.

 

(2022 / 5 / 31    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسراييلو د ملي امنیت شورا خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي ګواښونو له کبله دې ترکیې ته سفر نه کوي.

دوی خبرداری ورکړی چې ایران ښايي د سپاه پاسداران د هغه چارواکي په غچ کې اسراييلي وګړي په نښه کړي چې تېره اونۍ په تهران کې ووژل شو.

دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې تازه د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو قوماندان هم ویلي چې د خپل وژل شوي ډګروال حسن صیاد خدايي غچ اخلي. نوموړی د مې په ۲۲ مه تهران کې د خپل کور مخې ته د ناپېژانده وسله والو په بريد کې ووژل شو.

که څه هم د اسراييلو چارواکو د هغه د وژنې پر پېښه تبصره نه ده کړې خو رسنيو يې ويلي چې صياد حسن خدايي د نړۍ په ګڼو هيوادونو کې پر اسراييلي اهدافو د بريدونو مسوول و.

په ورته مهال د اسراييلو لومړي وزير نفتالي بنت ويلي، که ايران يا د ايران ګوډاګيان پر اسراييلي اهدافو د بريد هڅه وکړي نو درنه بيه به يې پرې کړي.

Leave a reply