د برازیل په شمال ختیځ کې د ځمکښویېدنې له کبله د مړو شمېر ۸۴ ته رسېدلی دی

د برازیل په شمال ختیځ کې د ځمکښویېدنې له کبله د مړو شمېر ۸۴ ته رسېدلی دی
والي ویلي، له نورو چارواکو سره یې پر دې خبرې کړې چې د پېښې له کبله له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې لپاره یو کاري پلان برابر کړي. د پرنامبوکو ایالت په مرکز او ۱۴ نورو سیمو کې اضطراري حالت اعلان شوی دی.
(2022 / 5 / 31 نېټه باغي ټلویزسون)
بشپړ راپور
د برازیل په شمال ختیځ کې د ځمکښویېدنې له کبله د مړو شمېر ۸۴ ته رسېدلی دی.
پېښه وړمه ورځ د سختو اورښتونو له کبله وشوه چې په لومړيو کې يې له کبله د ۴۰ په شاوخوا کې خلکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړل شوی و.
د برازیل د پرنامبوکو والي پاولو کامارا ويلي، د سخت اقليمي وضعيت له کبله د پېښې په لومړيو ساعتونو کې د مرستې رسونې عمليات په بريالي توګه ترسره نه شول.