د روس او یوکرین جهګړا، یو فرانسوي خبریال وژل شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
یو فرانسوۍ خبریال په اوکراین کې د خپلې خبریالۍ د ترسره کولو پر مهال د روسیې په یوه برید کې وژل شوې ده.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ۳۲ کلن فرانسوی خبریال فریډریک لیکرک د دوشنبې په ورځ په جګړه ځپلي ښار سیویرودونیتسک کې د ولسي وګړو د ایستلو په وخت میډیا کوریج کولو چې پر موټر یې د روسیې یوه ګولۍ ولګېده چې له امله یې نوموړی ووژل شو.
د بريتانيا خبري اژانس رويټرز د راپور له مخې، د یوکراين د لوهانسک سيمې والي د ټيلېګرام په نامه د پيغام رسونې په يوه پوسته کې ويلي، چې زغروال موټر له روسي مرمۍ سره ټکر شوی، چې له امله يې خبريال وژل شوی دی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل جې مونږ غواړو چې د خبریال د مړینې په اړه ډیر زر او په شفافه توګه تحقیقات وشي.





