مریم نواز په عمران خان سخت تورونه لګولي

0
112

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم لیګ (ن) مرکزي مرستیالې مریم نواز د زیک ګولډسمیت لپاره د عمران خان ستایني او نور عکسونه په ټولنیزو رسنیو پوسټ کړي دي.

مريم نواز په خپل ټويټ کې ويلي چې د د دروغو خطونو، غلط او بې بنیاد نړيوالې سازشونو، د قتل د دروغو ډرامې او د تاريخ تر ټولو ناکامه لانګ مارچ له ناکامۍ وروسته اوس د اسرائيلي پلاوي لېږل د عمران خان بل یوه بله دو نمبري ده.

هغې وويل، فتنه خان په ټول پاکستان کې يواځينى کس دى، چې له اسرائيلو سره مستقيمې کورنۍ اړيکې لري.

مريم وويل چې د زک گولډسميت په ټاکنيز کمپاين کې د يوه مسلمان پاکستاني په پرتله د ټاکنو کمپاین کولو په اړه زه تاسو ته اخطار درکووم چې له درواغو ډډه وکړئ، ګنې نو تاسو ته به د مخ پټولو لپاره ځای هم په لاس را نه شي.

ياده دي وي چي تيره ورځ چارسده کښي ورکرز کنونشن ته خپله وینا کښي د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان وئيلي وو چي داسي تصوير خپور شوې چي يو پاکستاني وفد په اول ځل د اسرائيلو دوره کړي ، خان اوویل چې دوی اسرائيل په رسميت پيژندلو لپاره هڅې کوي، عمران خان دا هم ویلي وو چې دوی به کشمير هم د هند سره د جوړجاړي څخه پس خرڅ کړي.

Leave a reply