د پخواني خاصه دار ځواک او ډي پي او ترمینځ خبرې کامیابې شوي

0
212

باغي ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه دخيبرپخواني خاصه دار اؤ ليويز فورس اؤ دپوليسو اوسني ډي پي او خيبرمحمد عمران خان سره خبرې اترې کامياب شوې او د پولیسو دې مشر د خیبر پولیس ټولې غوښتنې جائز بللې دي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د پیښور څخه یو شمیر پولیس اهلکار ضلع خیبر ته او د ضلع خیبر یو شمیر پولیس پیښور کښې په بیلا بیلو پولیس تهاڼو کښې په دندو وګمارل شو چې ددې په اړه د ضلع خیبر عوامو او پولیس اهلکار تود غبرګون وښودلو او وې ویل چې دا کار دې بند کړې شي چې د نویو سیمو پولیس دلته وګمارل شي او د ضلع خیبر پولیسو احتجاج هم پیل کړو چې دا فیصله دې واپس واخستل شي.
د سرچینیو ترمخه په د پولیسو مشر او د پولیس مشرانو ترمینځ داې پریکړه او خبره شوې چې د نورو ضلعو ټول پوليس به واپس کړے شي، د خېبر ضلعې د پوليس اهلکار چې نورو ضلعو ته لیږلي دي هغه به منسوخ کړے شي، ډي پي او خيبر به د فاټا لخوا پورته شوي 22 ټکو(غوښتنو) منلو په وخت صوبائي حکومت سره نورې مسلې هم حل کوي ، پوليسو ته ددې غوښتنو د منلو ډاډ نه دى ورکړل شوى نو بايد ددې غوښتنو د عملي کولو او منلو ډاډ ورکړى شي، له قومي مشرانو سره به مشوره وشي چې وروسته به دراتلونکي عمل په اړه دوی وړاندې مزل وکړي.

Leave a reply