نیپال کې د نسکورې شوې الوتکې د ۱۴ سپرلیو جسدونه پیدا شوي دي

نیپال کې د نسکورې شوې الوتکې د ۱۴ سپرلیو جسدونه پیدا شوي دي
ده ويلي، که هوا سمه او د چورلکو د ګرځيدو لپاره برابره شي نو عمليات به يې هم چټک شي. د الوتکې د لويدو د علت په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويل شوي.
(2022 / 5 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د نیپال د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، د هغې الوتکې د ۱۴ سپرو مړي يې موندلي چې پرون د دغه هيواد په يوه غرنۍ سيمه کې ولويده.
چارواکو ويلي چې الوتکې ۲۲ سپرلۍ درلودې چې تر دې مهاله يې يوازې د ۱۴ هغو مړي موندل شوي او د نورو د موندلو هڅې روانې دي.
د نیپال د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند دیو چاندرا لال کارن ویلي، په سيمه کې هوا خرابه ده چې له کبله يې د جسدونو د موندلو عمليات ټکني شوي دي.
ده ويلي، که هوا سمه او د چورلکو د ګرځيدو لپاره برابره شي نو عمليات به يې هم چټک شي. د الوتکې د لويدو د علت په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويل شوي.






