روغتیا وزارت کابل کې د میمون چیچک د دوو مشکوکو پېښو د ثبت خبر ورکړی دی
روغتیا وزارت کابل کې د میمون چیچک د دوو مشکوکو پېښو د ثبت خبر ورکړی دی
هژیر ويلي، ياد کسان يې د احتیاطي تدابیرو په موخه د طبي ټیمونو تر څارنې لاندې قرنطین کړي دي. دا ناروغي د مرکزي افریقا په هېوادونو کې ډيره ده چې په وروستيو کې يې په نوره نړۍ کې هم ۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي.
(2022 / 5 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د ا.ا د عامې روغتيا وزارت وايي چې تر نيمروز وروسته يې په کابل کې هم د بېزو د تڼاکې يا مانکي پاکس مشکوکې پېښې ثبت کړې دي.
د نيمروز د کوويډ ۱۹ روغتون پرون خبر ورکړی و چې له ايرانه راستانه شوي دوه تنه يې ځکه بستري کړي چې د بېزو د تڼاکې نښې پکې ليدل شوې وې.
د عامې روغتيا وزارت وياند جاويد هژیر ويلي چې تر نيمروز وروسته په کابل کې هم دوې مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.
هژیر ويلي، ياد کسان يې د احتیاطي تدابیرو په موخه د طبي ټیمونو تر څارنې لاندې قرنطین کړي دي. دا ناروغي د مرکزي افریقا په هېوادونو کې ډيره ده چې په وروستيو کې يې په نوره نړۍ کې هم ۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي.
تبه، د ستوني درد او کانګې د دې ناروغۍ لويې نښې دي.