پر تورخم بندر د ډبرو سکرو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

0
93

  پر تورخم بندر د ډبرو سکرو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

مالیې وزارت وایي چې پر تورخم لار د ډبرو سکرو تګ راتګ مېوو ته زیان رسوي، د ترافیکو د ډېرېدو سبب ګرځي او د موټرونو ګڼه ګوڼه ددې سبب ګرځي چې ګمرکي چارو کې ځنډ رامنځ ته شي او دا چاره د مېوو صادراتو ته زیان اړوي.

(2022 / 5 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پر تورخم بندر د ډبرو سکرو پر تګ راتګ بندیز ولګېد. د مالیې وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دا چې په هېواد کې د مېوو موسم دی او د تورخم له لارې باید د مېوو صادرات ترسره شي نو له همدې امله ددې اړتیا ده چې پر دغه لار د سکرو ډبرو صادرات ودرول شي.

مالیې وزارت وایي چې دا اقدام یې د تورخم ګمرک د غوښتنې پر بنسټ کړی دی.

مالیې وزارت همدا راز ویلي چې د ډبرو سکاره دې له دې وروسته د خوست، پکتیا او پکتیکا له لارو صادرېږي او پر تورخم بندر یې تګ راتګ له دې وروسته ممنوع دی.

Leave a reply