اوکراین کې جګړو زور اخستی دی 

0
85

اوکراین کې جګړو زور اخستی دی 

دا د جګړې تر پیل وروسته لومړی ځل دی چې زلینسکي‌ له جګړو ډکې دې سیمې ته ځي. په ورته وخت کې ځینو اروپایي‌ هېوادونو له روسیې غوښتي‌ چې له اوکراین سره د خبرو لار خپله کړي‌ او خپلو جګړو ته پای ټکی کېږدي.

 

(2022 / 5 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 اوکراین کې جګړې شدیدې شوې دي. د راپورونو له مخې روسي ځواکونو تازه پر دونباس او ځینو نورو ښارونو خپل هوایي بریدونه ډېر کړي‌ دي.

  ویل کېږي‌ چې دوی هڅه کوي ځینې ښارونو له منځه یوسي‌ ځکه د اوکراین جګړه اوږده شوه او د روسیې حوصله یې نوره ختمه کړې ده. له دې سره جوخت د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي‌ د اوکراین ختیځ ته تللی دی.

  دا د جګړې تر پیل وروسته لومړی ځل دی چې زلینسکي‌ له جګړو ډکې دې سیمې ته ځي. په ورته وخت کې ځینو اروپایي‌ هېوادونو له روسیې غوښتي‌ چې له اوکراین سره د خبرو لار خپله کړي‌ او خپلو جګړو ته پای ټکی کېږدي.

Leave a reply