په قیمتونو کښې زیاتوالۍ، پاکستانۍ اولس ی بد متاثره کړې دې

0
175

باغی ټي وي رپورټ
که یو اړخ ته په تیرو کالونو کې د نړۍ ټول هیوادونو په اقتصاد باندې کورونا بده اغیزه وکړه، په ټوله نړۍ کې ګرانی مخې ته راغله ، خلق بې روزګاره شو او یو نوې ډول بحران راپیښ شو.
د روس او د اوکراین جهګړې هم په ټوله نړۍ بده اغیزه کړې ده، روس او اوکراین هغه هیوادونو دي چې په زیاته توګه غنم پیدا کوي او هم دغه وجه ده چې په پاکستان کښې هم د وړو نرخ ورځ په ورځ زیاتیدو دې.
د ډان ورځپانړې یو راپور مطابق په پاکستان کې، ګراني یوه مهمه سیاسي مسله ګرځیدلې ده ځکه چې د سیمه ایزو ارګانونو له ټاکنو دمخه په راتلونکو صوبايي او ملي ټاکنو کې د احتمالي اغیزو له امله دا یوه سیاسی مسله ګرځیدلې ده.
په رپورټ کښې زیاتوي چې تراوسه پورې روښانه نښې نشته چې د ژوند دغه بحران به څنګه هوار کړې شي.
د یادونې ده چې تیره ورځ د وزیراعظم شهباز شریف د اتحادي ګوندونو حکومت په تیلو کې د ۳۰ لیټر په حساب کښې زیاتوالې اعلان کړو چې له امله ی ټول خوراکي توکي او د یو ښار څخه تر بل ښار د ګاړیو په کرایه کښې هم زیاتوالې راغلې دې، په ځانګړې توګه د غریب اولس ژوند ی بد متاثره کړې ده.
د شهباز شریف حکومت که یو طرف د تیلو په بیعه کښې زیاتوالې راوستلې نو د شهباز شریف له اړخه دا اعلان هم شوې چې غریب اولس ته به ریلیف ورکړل شی او د ۱۰ کلو د وړو بوجې به دوی په ۴۰۰ روپۍ ترلاسه کړي.

Leave a reply