قطر: لۀ افغانستان سره تعامل کې خنډ او ځنډ د نړۍوالو پۀ زیان دی 

0
106

قطر: لۀ افغانستان سره تعامل کې خنډ او ځنډ د نړۍوالو پۀ زیان دی 

عبدالرحمن آل ثاني دغه راز د تعامل په پروسه کې د ځنډ په اړه هم نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی دی او په خبره یې که په افغانستان کې وضعیت د اقتصادي‌ او سیاسي‌ چلند له امله ترینګلی کېږي نو د ستونزو حل به ګران او له دغه هېواد سره به د نړیوالې ټولنې اړیکې خرابې شي.

 

(2022 / 5 / 30  نېټه باغي ټلویزیون )

بشپړ راپور 

قطر وايي‌ نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره خپل تعامل ته ادامه ورکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له فنانشیل ټایمز سره په خپله یوه مرکه کې ویلي‌ چې له افغانستان سره تعامل او له دغه هېواد سره بنسټیزې مرستې د ټولو په ګټه دي.

د نوموړي په خبره څومره چې د تعامل په مسئله کې ځنډ رامنځ ته کېږي‌ دومره د ټولو اړخونو په زیان ده.

هغه زیاتوي‌ چې د نړیوالو فشارونو له امله افغانستان همدا اوس له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی او له دې ناورین د ژغورلو یوازینۍ لار دا ده چې له دغه هېواد او نوي حکومت سره د تعامل لړۍ پراخه کړل شي.

عبدالرحمن آل ثاني دغه راز د تعامل په پروسه کې د ځنډ په اړه هم نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی دی او په خبره یې که په افغانستان کې وضعیت د اقتصادي‌ او سیاسي‌ چلند له امله ترینګلی کېږي نو د ستونزو حل به ګران او له دغه هېواد سره به د نړیوالې ټولنې اړیکې خرابې شي.

هغه په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې له افغانستان سره تعامل د نړۍ لپاره مهم دی.

Leave a reply