د پاکستان سفیر په کابل کښې د یوناما نماینده سره ملاقات کړي

0
387

باغي ټي وي رپورټ
نن د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د اقوام متحده ادارې یوناما نماینده سره ملاقات وکړو.
په دې ملاقات کښې د پاکستان سفیر د افغان اولس سره د بشري مرستو جاري ساتلو په اړه خبرې وکړي.

د یوناما د افغانستان لپاره سفیر او نماینده ته د افغان ځپل موجوده ستونزو په اړه معلومات او د ضروري ګامونو اوچتولو خبره وشوه.
یاده دې وی چې په کابل کښې د سیاسي بدلون باوجود د پاکستان سفارتخانه نه ده تړل شوې او نن هم د افغانانو لپاره د سفری سهولتونو چارې ی پیل کړي دي، افغانان مریضان کولې شی پاکستان ته د علاج لپاره راشي، په زرګونو افغانان او نور بهرنی هیوادونو وګړي د پاکستان په لار نورو هیوادونو ته ورسول شول.
یاده دې وی چې امریکاي، نیټو او نو د انساني حقونو سازمانونه د افغانستان نه د انخلا په دوران د پاکستان خدمتونه ستایی او د ډیر قدر په نظر ورته ګوري.
د مغربي هیوادوونو او د هند سفارتخانې په کابل کښې تړل شوي دي چې له وجهې ی افغانان وګړي د سختو ستونزو سره مخ دي.

Leave a reply