د امرالله صالح د ودانۍ نه په لکونو ډالر لاس ته راغلي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پخواني نایب صدر امرالله صالح د ودانۍ څخه په لکونو ډالر او د سرو زرو ښختې افغان چارواکو لاس ته راغلي.
یاده دې وی چې امرالله صالح په پنجشیر کښې د شمالي اتحاد د مزاحمتي ګروپ سره ملګري وو او د طالبانو خلاف ی جنګ کولو، څو ورځې وړاندې پنجشیر هم د طالبانو په قبضه کښې راغې او وس داسې رپوټونه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي چې د امرالله صالح د کورنه دوه سوه زره ډالر او د سرو زرو ښختې لاس ته راغلې دي.
یاده دې وی چې دې نه مخکښې په پخواني اولس مشر ډاکټر اشرف غني هم تور لګیدلې وو چې دوی هم په لکونو ډالر د افغان حکومت تښتولي دي خو بیا روسته اشرف غني ددې تورونو رد وکړو او وی ویل چې دا تورونه دروغ او بې بنیاده دي او ما د افغان حکومت یوه روپۍ هم نه ده وړې.
د ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت د سرو زرو خښتې هم د صالح له کور څخه کشف شول. پلټنه جدی روانه ده.
صالح فاسد او خائین وه. pic.twitter.com/5uQVQ1eUIC— Abdul Samir Bawar (@DrSamirBawar) September 13, 2021