تورخم پوله د مسافرو تګ راتګ لپاره تړل شوې

0
219

باغي ټي وي رپورټ
د پاک افغان پوله تورخم د مسافرو تګ راتګ لپاره تړل شوې ده، د بارډر تړلو نه وړاندې به پاکستان نه افغانان افغانستان او افغانستان نه پاکستانیان پاکستان ته د تلو اجازت وو.

تورخم کښې سرکاری سرچینې وایی چې افغان چارواکي غوښتنه کوي ترڅو افغانانو ته د پاکستان تلو اجازت نه وي،دوی به هم پاکستانیانو ته اجازت ورنکړي چې افغانستان ته راشي.
سرچینې وایی چې افغان چارواکي غوښتنه کوي چې افغانانو ته دې هم پاکستاني چارواکي اجازت ورکړي چې پاکستان ته تګ راتګ وکړي.
د سرکاري سرچینو مطابق افغان طالبان چارواکي وایی چې د شیخ رشید اعلان مطابق په کار دي چې په ۱۲ ستمبر پاک افغان پوله د عام تګ راتګ لپاره پرانستل شوې وې خو پاکستاني چاروکي وایی چې د کورونا مرض خپریدو له وجهې ی پوله تړلې ده.
یاده دې وی چې پاکستان حکومت د کورونا مرض د خپریدو له وجهې پوله د ۵ پینځمې میی نه تړلې ده او لا ی فیصله نه د کړې چې پاک افغان پوله تورخم به کاله پرانستل شي.
یاده دې وي چې په پاکستان کښې د کورونا مخنیوي لپاره صرف د پاکستان نه افغانان کولې شي چې افغانستان ته لاړ شي او د افغانستان نه صرف پاکستاني وګړو ته د پاکستان تلو اجازت دې.
یاده دې وی چې تر پرون پورې افغانان مریضانو کولې شو چې د علاج لپاره پاکستان ته راشي خو نن چې بارډر وتړل شو نو په پوله افغان مریضان د سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
یاده دې وی چې تورخم پوله د تجارتي ګاړو د تګ راتګ لپاره خلاصه ده.

Leave a reply