ملل متحده عمله واپس کابل ته راغله

0
233

باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو کښې داسې رپورټونه خپاره شوي دي چې د اقوام متحده عمله واپس کابل ته راغلې او دلته ی چارې پیل کړي دي.
یاده دې وی چې په ۳۱ اګست کله چې د کابل کنټرول هم د طالبانو لاس ته راغې نو د اقوام متحده عمله هم بل هیواد ته منتقل شوې وه او هلته ی کار پیل کړې وو خو وس چې په افغانستان کښې د سیکوریټي او سیاسي حالت ښه شو نو د اقوام متحده عمله واپس پایه تخت کابل ته راغلې او دلته ی کار شروع کړې دې.
د رپورټونو مطابق د ملل متحده د افغانستان دفتر عملې ۴ الوتکې نن په کابل هوایی ډګر راکوزې شوي دي. د سیاسي او دفاعي ماهرینو مطابق په افغانستان کښې د اقوام متحده دفتر او کارمندانو کار بیا پیل کیدل یو ښه ګام او اشاره ده.

Leave a reply