مونږ په دې ورځ پاکستان اټومي قوت جوړ کړو: رانا ثناالله،د داخله چارو وزیر
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د كورنيو چارو وزير رانا ثناءالله خان د يوم تكبير په موقع پاکستاني قوم له مبارکي اورکړي ده او په خپل بیان او پیغام کښې ی ویلي دي چې دا ورځ د ویاړ ده چې به دې ورځ مو پاکستان په نړۍ کښې اټومي قوت جوړ کړو.
وزیر داخله رانا ثناالله اوویل چې پاکستان اټومي قوت جوړولو لپاره د پاکستان پخواني وزیراعظم مياں نواز شريف د مړانې پريكړې ته سلام كوم. هغه اوویل چې وخت ثابته كړه چې يو بهادر سياسي قيادت د هېواد كټو او پرمختګ لپاره د مړانې پريكړې كولې شي.
هغه اوویل چې مونږ هېواد اټومي قوت جوړ كړې، هغه زیاته کړه چې اوس به ئې معاشي طاقت هم جوړوو۔
د كورنيو چارو وزارت له لوري جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د يوم تكبير په ( 28 مئي) خپل خصوصي پيغام كښې كړې ده۔ رانا ثنا الله ووئيل 24 كاله وړاندې په نن ورځ مونږ چې پاكستان يو اټومي او د ماتې نه خوړلو قوت دې۔هغه اوویل چې پاكستان په ناقابل تسخير جوړولو په اړه د مياں نواز شريف د مړانې پريكړو ته سلام كوم۔ ده ووئيل د ډالرز پيشكش رد كولو سره اتومي چاؤدنې كولو سره د هېواد د خپلواكۍ پريكړه مياں نواز شريف په نن ورځ كړې وه۔
وخت دا هم ثابت كړه چې پاكستان يو انتهائي ذمه واره اتومي قوت دې۔د پاكستان په اتومي قوت ټوله اسلامي نړۍ وياړ لري۔
وزیر داخله اوویل چې د الله تعالي په فضل سره مونږ پاكستان اټومي قوت كړې دې، هغه زیاته کړه چې وس به پاکستان معاشي طاقت هم جوړوو.