د اوکراین ولسمشر د جګړې د پای ته رسولو پۀ خاطر پوتین سره خبرو کولو ته چمتووالی ښودلی دی 

0
154

 د اوکراین ولسمشر د جګړې د پای ته رسولو پۀ خاطر پوتین سره خبرو کولو ته چمتووالی ښودلی دی 

زلېنسکي ويلي، ځينې مسايل شته چې بايد د روسيې له ولسمشر سره پرې خبرې وشي. ده زياته کړې، چې دی او د اوکراين خلک له پوتين سره خبرو ته ډېر لېواله نه دي خو په وينا يې چې له عيني حقيقتونو بايد سترګې پټې نه شي.

 

(2022 / 5 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د اوکراین ولسمشر ولاديمير زلېنسکي ويلي، سره له دې چې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرو ته هيڅ لېوالتيا نه لري، خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره دا کار هم کوي.

  زلېنسکي ويلي، ځينې مسايل شته چې بايد د روسيې له ولسمشر سره پرې خبرې وشي.

  ده زياته کړې، چې دی او د اوکراين خلک له پوتين سره خبرو ته ډېر لېواله نه دي خو په وينا يې چې له عيني حقيقتونو بايد سترګې پټې نه شي.

  د زلېنسکي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ماريوپول ښار تر نيولو وروسته د اوکراين پر ختيځو سيمو د روسيې بريدونو زور اخيستی دی.

  چارواکو تېره اونۍ ويلي وو چې روسيه په لوهانسک او دونباس کې داسې جګړه پيل کړې، لکه چې غواړي هر څه له منځه يوسي.

Leave a reply