برېټانیوي قانون جوړوونکو لۀ افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ناڅاپي وتل، خیانت ګڼلی دی 

0
156

برېټانیوي قانون جوړوونکو لۀ افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ناڅاپي وتل، خیانت ګڼلی دی 

په پایله کې دا عوامل په خپل وار سره د دې سبب شول چې تېر حکومت په څو ورځو کې سقوط وکړ او په دې هېواد کې د ملګرو هېوادونو د شل کلن حضور پایله له صفر سره ضرب شوه.

 

(2022 / 5 / 28   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بریتانیایي پارلمان له غړو څخه د شوې څېړنې له مخې، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو څرنګوالی د امریکا د پلان جوړونې، چمتووالي او بلاخره د رهبري سیستماتیکه ماتې په ډاګه کوي.

افق نیوز د بریتانیایي پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې د څېړنې پر بنسټ ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو ډول ناورین او له افغان متحدینو سره ستره جفا وه چې دا چاره به په راتلونکي کې د بریتانیا باور او ګټې له ګواښ سره مخ کړي.

څېړنه په ډاګه کوي چې متحده ایالات پر افغانستان د ا.ا تر واکمني مخکې او واک ته د دغې ډلې د رسېدو په لړ کې د پلان، درک او رهبري له جدي تشې سره مخ وو. راپور کاږي چې امریکا له پیله تر اوسه پورې د بریتانیا اندېښنو ته نه مناسب ځواب ویلی دی او نه یې وړاندې تر هغه د ا.ا د واکمنېدو د سرعت په تړاو وړاندویینه کړې ده.

په پایله کې دا عوامل په خپل وار سره د دې سبب شول چې تېر حکومت په څو ورځو کې سقوط وکړ او په دې هېواد کې د ملګرو هېوادونو د شل کلن حضور پایله له صفر سره ضرب شوه.

Leave a reply