په نن ورځ ۲۸ مه میی پاکستان د نړۍ اووم ۷ اټومي قوت جوړ شو

0
188

نصیب شاه شینواري
نن نه ۲۴ کاله وړاندې په ۲۸ میی کال ۱۹۹۸ کښې پاکستان د مسلمانې نړۍ اولنې اټومي او د نړۍ اووم ۷اټومي قوت جوړ شو.

په میی کال ۱۹۹۸ کښې هند پنځه اټومي چاودنې وکړې چې په ځواب کښې ی پاکستان ادعا وکړه چې شپږ اټومي چاودنې ی په ۲۸ م د میی کال ۱۹۹۸ کې وکړي او د مسلمانې نړۍ لومړې ایټمی قوت جوړ شو.
کله چې په کال ۱۹۹۸ کښې پاکستان اټومي ملک جوړ شو نو په هغه وخت کښې میا محمد نواز شریف د پاکستان وزیراعظم وو. پاکستان اټومي چاودنې د بلوچستان صوبه په چاغي غره کښې وکړي، د پاکستان د اټومي قوت په جوړولو کښې ډاکټر عبدالقدیر خان بنیادي رول لوبولې او پاکستان ی د نړۍ اټومي قوت جوړ کړې دې.

پاکستان داسلامي نړۍ دلومړي ايټمي طاقت جوړيدو 24 کاله پوره شوي او نن په ټول هيواد کې دتکبير ورځ په جوش او جذبې سره نمانځل کيږي، په دې ورځ پاکستان په اسلامي نړۍ کښې د یو نوي تاريخ بنیاد کیښودو.
نن ورځ په ټول هیواد کښې د تکبیر ورځ نمانځل کیږي، نن په ټول ملک کښې غونډې شي، ټول ملت هغو کسانو ته سلام وړاندې کوي چا چې د پاکستان په اټومي قوت جوړولو کښې رول لوبولې دې.
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې هم ددې ورځې په مناسبت سره یوه غونډه وشوه.

په لنډیکوتل پریس کلب کښې د پاکستان مسلم لیګ ن مشرانو هم ددې ورځې او پاکستان یو اتومي قوت جوړیدو په خوشحالۍ کښې کیک کټ کړو او د خپلې پارټۍ مشر میا محمد نواز شریف ستاینه ی وکړه او هغوی ته ی مبارکي ورکړه چې په دې ورځ ی پاکستان په ټوله نړۍ کښې اووم اټومي قوت جوړ کړو او د پاکستان دفاع ی په مضبوطه کړه.

لنډیکوتل پریس کلب کښې د پاکستان مسلم لیګ ن مشران د تکبیر ورځ لمانځي.

په دي موقع د پاکستان مسلم ليګ لنډي کوتل صدر قاضي محب آفريدي اوويل چي د پاکستان مسلم ليګ نون مشر ميا محمد نواز شريف د ايټمي بم په چاودنو سره پاکستان په ټوله دنيا کښي سپر پاور جوړ کړے دے۔ د ټول مسلمانه نړۍ او امت لپاره دا د وياړ ځای دې چې پاکستان اولنې ایټمی قوت لرونکي هیواد دې. په دې موقع د مسلم لیګ ن مشرانو په ډیره خوښۍ سره د خپلو ملګرو سره کيک پرې کړو او یو بل ته ی کیک هم وړاندې کړو.

د پاکستان جوړ کړي غوري میزایل، فایل فوټو

Leave a reply