روسیې د اوکراین جګړې د اوږدېدو پړه پر لویدیځو هېوادو وراچولې ده

روسیې د اوکراین جګړې د اوږدېدو پړه پر لویدیځو هېوادو وراچولې ده
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي تېره ورځ په یوه غونډه کې ویلي، چې لویدیځ د روسیې پر ضد جګړه اعلان کړې او زیاتوي ، چې دا هېوادونه د فرهنګي مسائلو او د روسیې د شتمنیو په ګډون د هر هغه څه پر وړاندې په جګړه بوخت دي، چې په روسیې پورې تړاو لري.
(2022 / 5 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، چې لویدیځ هېوادونه د اوکراین او روسیې ترمنځ په جګړه کې په مستقیم ډول د روسیې خلاف په جګړه بوخت دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي تېره ورځ په یوه غونډه کې ویلي، چې لویدیځ د روسیې پر ضد جګړه اعلان کړې او زیاتوي ، چې دا هېوادونه د فرهنګي مسائلو او د روسیې د شتمنیو په ګډون د هر هغه څه پر وړاندې په جګړه بوخت دي، چې په روسیې پورې تړاو لري.
لاوروف همدارنګه ویلي، چې د واشنګټن د سپوږمکیو فعالیت څو چنده ډېر شوی اوهڅه کوی، چې روسیه ایساره کړي.
اړوند موضوعات:
ناټو د اوکراین جګړې د دوام خبر ورکړی دی
د هغه په خبره، لویدیځ دغه راز خپلو هېوادونو ته د روسي سندرغاړو، فرهنګي څېرو او لیکوالانو په ورتګ بندیز لګولی او ښايي دا بندیز د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.






