امریکا یو ځل بیا ویلي چې افغانستان کې به د هېڅ وسلوالې ډلې ملاتړ ونکړي   

0
153

امریکا یو ځل بیا ویلي چې افغانستان کې به د هېڅ وسلوالې ډلې ملاتړ ونکړي 

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې څو جبهو د جګړې اعلان کړی، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد له دغو جبهو څخه په رسمي توګه ملاتړ نه دی اعلان کړی.

 

(2022 / 5 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «دونالد لو» وايي، چې امریکا په افغانستان کې د هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوي.

دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي په قرغزستان کې رسنیو ته ویلي، چې دوی له طالبانو غواړي چې افغان نجونو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي او په افغانستان کې یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي.

هغه ټینګار کړی، چې واشنګټن به هېڅ کله په افغانستان کې د کومې وسله‌والې ډلې ملاتړ ونه کړي.

خو د دغه چارواکو په وینا، چې له طالبانو سره د امریکا اړیکې د دوی د رسمیت‌پېژندنې په مانا نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې:

“امریکا په افغانستان کې د سولې او امنیت ملاتړ کوي. موږ هېڅکله د طالبانو پر وړاندې د کومې مخالفې ډلې ملاتړ نه کوو. زموږ کامیابي په دې کې ده، چې طالبان افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ کړي، چې ټول افغانان پکې ځانونه وګوري. هېڅکله د کومې وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوو. فکر کوو افغانانو څلوېښت کاله په جګړه کې تېر کړي او نور باید دا جنګ پایته ورسېږي.”

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې څو جبهو د جګړې اعلان کړی، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد له دغو جبهو څخه په رسمي توګه ملاتړ نه دی اعلان کړی.

Leave a reply