ترکیه کې د داعش ډلې یو مشر نیول شوی دی 

0
166

ترکیه کې د داعش ډلې یو مشر نیول شوی دی 

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، دا معلومه ده چې د داعش ډلې د مشرتابه یو غړی نیول شوی، خو دا لا څرګنده نه ده، چې دا کس «ابو حسن الهاشمي» دی که کوم یو بل غړی.
د دغه چارواکي په وینا، چې د داعش دا مخکښ غړی تېره اونۍ په نیول شوی دی.

 

(2022 / 5 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترکیې یو لوړپوړی چارواکی وایي، چې امنیتي کسانو د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو مخکښ مشر نیولی دی.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، دا معلومه ده چې د داعش ډلې د مشرتابه یو غړی نیول شوی، خو دا لا څرګنده نه ده، چې دا کس «ابو حسن الهاشمي» دی که کوم یو بل غړی.
د دغه چارواکي په وینا، چې د داعش دا مخکښ غړی تېره اونۍ په نیول شوی دی.

بل لور ته ترکي مقاماتو هم تر اوسه د داعش ډلې د مشر «ابو حسن» نیول نه دي تایید کړي.

ویل کېږي چې ابوالحسن الهاشمي القریشي د داعش ډلې درېیم مشر دی، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې ټاکل شوی دی.

تر حسن وړاندې د اسلامي دولت ډلې مشر ابو ابراهیم نومېده، چې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ووژل شو.

Leave a reply