د ملي دفاع وزیر ویلي چې، لۀ هېواده پر هر حال دفاع ته چمتو یو
د ملي دفاع وزیر ویلي چې، لۀ هېواده پر هر حال دفاع ته چمتو یو
په ورته مهال بیا د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي ویلي، چې مولوي یعقوب هلته له یو شمېر قومي مشرانو سره هم لیدلي او هغوی ته یې د امنیت ډاډ ورکړی.
(2022 / 5 / 28 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب تېره ورځ ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ د ډېورنډ له فرضي کرښې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د اوسني امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغان ځواکونو هڅې د ستایلو دي او دوی باید په هر ډول شرایطو کې له خپلې خاورې دفاع وکړي.
نوموړي د اچين، غني خيلو، نازيانو مهمندرې، لعلپورې او ګوشتې ولسواليو کې د ډيورند له فرضي د لیدنې ترڅنګ ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له یو شمېر چارواکو سره هم کتلي او دغه راز یې امنیتي ځواکونو غوښتي، چې له خلکو سره باید له نرم چلند څخه کار واخیستل شي.
په ورته مهال بیا د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي ویلي، چې مولوي یعقوب هلته له یو شمېر قومي مشرانو سره هم لیدلي او هغوی ته یې د امنیت ډاډ ورکړی.