نامعلومه وسلی والو په پولیو ټیم ډزې کړي، یو امنیتي اهلکار ی ټپي کړې

0
173

باغی ټي وي رپورټ
دضلع خیبر په باړه تحصیل اکاخیل کښې نامعلومه وسله والو د پولیو ټیم په کارکوونکو او امنیتي اهلکارو باندې ډزې کړي دي .
سرچينې وائي په ډزو کې دپوليو ټیم یو امنيتي اهلکار ژوبل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې له ډزو وروسته نامعلوم کسان په تېښته بريالي شوي دي سرچینې وایی چې یو امنیتي اهلکار عاقب وزیر په دې پیښه کښې ټپي شوې دې.
د یادونې ده چې په باړه تحصیل کښې داسې بدې پیښې نن سبا ډیرې زیاتې شوي دی، سرچینې وایی چې نامعلومه کسان ډزې وکړي او تراوسه پورې یو شمیر کسان مړه او ژوبل شوي دی.
په دې لڼډ وخت کښې د سکول ښځینه ښوونکو څخه هم وسلی والو غلو موبایلونه په زور اخستي وو. ځایی اولس غوښتنه کوي چې دداسې غلو او وسله والو په ضد دې سخته کاروایی وکړې شی چې دوی بیا د خلقو څخه غلا و نه کړي .

Leave a reply