وزیراعظم شهباز شریف به نن د اولس لپاره د لوی ریلیف اعلان وکړي: د خزانې وزیر

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي عمران خان د آئي ايم ايف سره وعده کړې وه چي په پټروليم مصنوعاتو به 30 روپۍ او 17 فيصده سيلز ټیکس لګوي۔
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د جيو نيوز پروګرام شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې اوويل چې حکومت ته په پټروليم مصنوعاتو سبسډي ورکولو سره هره مياشت د 120 اربه روپو نقصان رسيږي دا نقصان د ملکي حکومت چلولو خرچه درې چنده زيات دے.
هغه وويل چې کله سبسډي ختمه شوه نو د IMF په ګډون به د نړيوالو ادارو سره معاملې حل شي.
ده زياته کړه چې وزيراعظم شهبازشريف به نن د هغو غريبو لپاره د امداد اعلان کوي کوم چې د ګران بیعه پټرول په اخستو اغیزمن شوي دی.
حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د 30 روپو في ليټر زياتوالي اعلان کړے دے۔د یادونې ده چې حکومت تيره ورځ حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د 30 روپو في ليټر زياتوالي اعلان کړے دے چې د عام اولس سخت غبرګونونه ی را پارولي دي.






