شهباز شریف حکومت د تیلو په قیمت کښې فی لیټر ۳۰ روپۍ زیاتوالې اعلان کړې

0
171

د شهباز شریف حکومت د تیلو په قیمت کښې فی لیټر ۳۰ روپۍ زیاتوالې اعلان کړې
باغی ټي وي رپورټ
د اتحادي ګوندونو حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د 30 روپو في ليټر زياتوالې اعلان کړے دے۔

په اسلام اباد کې دخبرو په مهال دخزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې زه له لومړۍ ورځې څخه دا خبره کوم چې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې زياتوالى ضروري دى، حکومت د پټرولو، ډيزلو او د پټرولو په بيعو کې د 30 روپو زياتولو فيصله کړې ده. د پټرولیم مصنوعاتو نوي نرخونه به نن شپه 12 بجو څخه پس مقرر شي.
مفتاح اسمعیل وویل چې د نرخونو له زیاتیدو وروسته به د پټرولو یو لیټر بیه 179.86 روپۍ، د ډیزل یو لیټر 174.15 روپۍ او د لائټ ډیزل په قیمت به 148.31 روپۍ فی لیټر وي.
هغه اوویل چې د ډیزلو قیمت د خپل قیمت پرته په 56 روپۍ کم ورکول کیږي او د خارو تیل به په 155.56 روپۍ فی لیټر وي.

Leave a reply