وېسټ او عبدالله عبدالله؛ د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

ویسټ وایي چې له افغان سیاسي مشرانو سره یې د لیدنو لړۍ پيل کړې ده او په خبره یې دا لړۍ به ادامه ولري. په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې له افغان لوري سره باید د نړیوالې ټولنې تعامل ادامه لري، د بشري حقونو د ساتنې لپاره باید هڅې وشي او له افغانانو سره باید بشردوستانه مرستې لا پراخې شي.
(2022 / 5 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ له ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
ويسټ په یو لړ ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له افغان سیاسي رهبرانو سره د لیدنو په دوام یې تازه له ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي او د افغانستان پر روان وضعیت یې بحثونه کړي دي.
د ده په خبره په دې لیدنه کې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې په مرستو، د مېرمنو پر حقونو او نورو اړوندو مسایلو خبرې اترې شوې دي.