عمران خان بني ګاله ته واپس تللې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې د آزادۍ مارچ ګډون والو ته وینا کولو څخه پس عمران خان بني ګاله ته تللې دې.
د سرچنیو ترمخه د پي ټي آئي لانګ مارچ برخه والو ته د وینا کولو پس د پي ټي آیی چیرمین او پخوانۍ وزیراعظم جناح ايونيو نه بني ګاله ته روان شو .
په دې موقع د پي ټي آئي نور مشران هم جناح ايونيو څخه روان شول۔
د یادونې ده چې پرون د اټک څخه د تیریدو په مهال د پی ټي ایی دوه کارکوونکي د اټک پل څخه لاندې ولویدل ، عمران خان په انتظامیه تور لګولې دې چې په اټک کښې د پي ټي آیی کارکوونکي شهیدان کړې شوي دي. د ی
د یادونې ده چې عمران خان د شهباز شریف ته د ۶ ورځو مهلت ورکړې چې په جون میاشت کې دې نوې ټاکنې اعلان کړي، هغه وایی چې که حکومت نوې ټاکنې اعلان نه کړي نو د ټول قوم سره به بیا اسلام آباد ته راشي.