پي ټي آیی کارکوونکي د امریکا سفارتخانې ته څیرمه رسیدلي دي

باغی ټي وي رپورټ
د عمران خان له وینا وروسته د لانګ مارچ ګډونوالو ټول خنډونو څخه تیر شول او ریډ زون ته ننوتل او امریکا سفارت ته نزدې هم رسیدلي دي.
بلخوا د پي ټي آئي يو شمير کارکنان ډيپلوماتيک انکليو ته ورننوتل او د پي ټي آئي کارکنان هم اسلام آباد کښې د امريکې سفارتخانې ته نزدي رسيدلي چرته چې رينجرز او ايف سي اهلکار د امریکا او نور بهرني هیوادونو سفارت خانو د امنیت لپاره موجود دي۔
د پي ټي آئي لانګ مارچ برخه والو ته د خطاب نه پس چيئرمېن جناح ايونيو نه بني ګاله ته روان شو ، د پي ټي آئي نور مشران هم جناح ايونيو څخه روان شول۔




