په تاجکستان کې ناندرۍ به په سیمه کې د روسیې مداخله لا پراخه کړي

په تاجکستان کې ناندرۍ به په سیمه کې د روسیې مداخله لا پراخه کړي
دمګړۍ د تاجکستان په بدخشان کې عملیات روان دي خو نړیوالې رسنۍ اټکل کوي چې ښایي وضعیت ترینګلی شي او روسي ځواکونه له افغان پولې سره څېرمه د تګ راتګ د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شي.
(2022 / 5 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په تاجکستان کې ناندرۍ به په سیمه کې د روسیې مداخله لا پراخه کړي. نړیوالې رسنۍ وایي چې د تاجکستان په بدخشان کې نارامۍ روانې دي او ددې اړتیا پېښه شوې چې روسي ځواکونه په سیمه کې مداخله وکړي.
سرچینې وایي بدخشان له افغانستان سره پوله لري او مرکزي اسیا له دې درکه په وېره کې ده چې ښایي د ډېری هېوادونو امنیت ته له دې سیمې خطرونه جوړ شي.
دمګړۍ د تاجکستان په بدخشان کې عملیات روان دي خو نړیوالې رسنۍ اټکل کوي چې ښایي وضعیت ترینګلی شي او روسي ځواکونه له افغان پولې سره څېرمه د تګ راتګ د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شي.
روسیې تر دې وړاندې هم له تاجکستان سره ژمنه کړې وه چې له افغان پولې سره د دوی امنیت ساتي او په دې برخه کې همکاري کوي.






