امریکا کابل او مزار شریف ښار کې پر وروستیو چاودنو اندېښنه ښوودلې ده

0
166

امریکا کابل او مزار شریف ښار کې پر وروستیو چاودنو اندېښنه ښوودلې ده

امریکا کابل او مزار شریف ښار کې پر وروستیو چاودنو اندېښنه ښوودلې د. د راپورونو له مخې تېره ورځ تر غرمې وروسته په مزار شریف او کابل ښارونو کې پر ملکي وګړو چاودنې وشوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

 

(2022 / 5 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا کابل او مزار شریف ښار کې پر وروستیو چاودنو اندېښنه ښوودلې د. د راپورونو له مخې تېره ورځ تر غرمې وروسته په مزار شریف او کابل ښارونو کې پر ملکي وګړو چاودنې وشوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

د افغان مېرمنو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري دغه چاودنې غندلې او په دې تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړې وايي د افغانستان نوی حکومت باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی امنیت تامین کړي.

رینا امیري وایي د ملکي وګړو وژل کېدل او پر دوی بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي او دوی یې غندي.

Leave a reply