په تاجکستان کې د افغانستان په اړه امنیتي کنفرانس جوړېږي

په تاجکستان کې د افغانستان په اړه امنیتي کنفرانس جوړېږي
د کنفرانس مهمه اجنډا د افغانستان روان وضعیت، امنیت او پر سیمه یې اغېز دی. راپورونه وایي چې په دې کفنرانس کې به د تاجکستان په ګډون، د هند، روسیې، چین او ایران استازي ګډون وکړي.
(2022 / 5 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په تاجکستان کې د افغانستان په اړه امنیتي کنفرانس جوړېږي. د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې تاجکستان د افغانستان په اړه د دوه ورځني کنفرانس کوربه وي او په هغه کې به د سیمې د هېوادونو استازي ګډون کوي.
دغه کنفرانس د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیلېږي او د دوو ورځو لپاره به دوام کوي.
د کنفرانس مهمه اجنډا د افغانستان روان وضعیت، امنیت او پر سیمه یې اغېز دی. راپورونه وایي چې په دې کفنرانس کې به د تاجکستان په ګډون، د هند، روسیې، چین او ایران استازي ګډون وکړي.
هندي رسنۍ وایي چې په دې کنفرانس کې به د هند ټینګار په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو وي.
تر دې وړاندې هم د سیمې هېوادونو په بېلو کفنرانسونو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې دوی دلته د پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت ملاتړي دي.






