یو شمېر افغان بڼوال د خپلو محصولاتو لپاره د بازار لۀ نشتون څخه شکایت کوي

0
118

یو شمېر افغان بڼوال د خپلو محصولاتو لپاره د بازار لۀ نشتون څخه شکایت کوي

دوی د خپلو حاصلاتو د کموالي لامل په هېواد کې وروستۍ وچکالي یادوي، خو له نوي حکومت څخه غواړي چې بهر ته د دوی د باغدارۍ محصولاتو د صادرولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

 

(2022 / 5 / 25   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یو شمېر بڼوال وایي چې د بازار نشتوالي او د سړو خونو کمښت له امله مجبور دي خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري.

بڼوال وايي، په تېرو کلونو کې یې پلور ښه و، خو د نورو کلونو په پرتله سږ کال اتیا سلنه کمښت راغلی دی او حاصلات یې څوک نه اخلي.

دوی د خپلو حاصلاتو د کموالي لامل په هېواد کې وروستۍ وچکالي یادوي، خو له نوي حکومت څخه غواړي چې بهر ته د دوی د باغدارۍ محصولاتو د صادرولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې یاد وزارت هڅه کوي چې په کرنیزو ځمکو او بڼوڼو کې د اوبو لګونې د نلونو په وسیله ونو ته د څاڅکو په ډول د اوبو رسولو سېسټم عملي کړي.

د یاد وزارت د بڼوالۍ د پراختیا رییس عبدالغفار صدیقي ویلي تمه لري د افغانستان اوسنی حکومت دې برخې ته پاملرنه وکړي.

Leave a reply