د نړۍ شلو هېوادونو لۀ اوکراین سره د پوځي مرستو ژمنه وکړه

0
89

د نړۍ شلو هېوادونو لۀ اوکراین سره د پوځي مرستو ژمنه وکړه

هغه ويلي، ډنمارک ژمنه کړې چې اوکراين ته د سواحلو د ساتلو لپاره هارپون توغندي ورکړي او چک جمهوريت بيا منلې چې د جنګي چورلکو، ټانکونو او راکټي سيستمونو په ګډون خورا اساسي تجهيزات د اوکراين پوځ ته برابر کړي.

(2022 / 5 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نړۍ شلو هېوادونو د روسیې له یرغل سره د مقابلې لپاره له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو ژمنه کړې ده.

د دې مرستې خبر د امريکا د دفاع وزير لويډ اسټين د اوکراين د تماس ډلې له دويمې غونډې وروسته ورکړی دی.

اسټين له مرستندويو هيوادونو مننه کړې او د ډنمارک او چک جمهوريتونو د مرستو ځانګړې يادونه يې کړې ده.

Leave a reply