د پي ټي آیی لانګ مارچ، انتظامیه اسلام آباد ته تلونکي لارې تړلي دي

0
41

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف د لانګ مارچ په اړه انتظامیه او وفاقي کابینې سختې پریکړې کړي دي، د اسلام آبادانتظاميي فيض آباد انټرچينج هم سيل کړے دے۔

د پي ټي آئي د لانګ مارچ د مخنيوي لپاره په مختلفو ښارونو کې کانټينرونه سړکونو باندې ایښودل شوي دي.

د رپورټونو ترمخه لاهور او اسلام آباد ته تلونکې سړکونه د جي ټي روډ او موټروے په لاره کښې د خنډانو له وجې بند شوې دي او ډي چوک او فيض آباد انټرچينج ته تلونکې سړکونه هم سيل کړے شوي دي، پوليس، رينجرز او ايف د اسلام آباد ريډ زون سيل کړے دے۔
بل اړخ ته د پنجاب پيټروليم ايسوسي ايشن نن د تيلو سپلائي بندولو اعلان کړے دے ، بل اړخ ته د لاهور پشمول د پنجاب په دري سوه نه زياتو سيمو کښي د موبائل فون سروس بندولو فيصله شوي ده۔
بل اړخ ته انتظاميي په کميټي چوک انډر پاس کښي کنټينر اچولي دي۔

بلخوا کورنیو چارو وزارت د ریډ زون د امنیت لپاره پوځ رابللی دی.د سرچینو له مخې د ریډ زون ټولې امنیتي چارې به پوځ ته سپارل کیږي چې ترمخه به یې فوځي اهلکار په وزیراعظم هاؤس، د وزیراعظم په دفتر ، ایوان صدر او ستره محکمې سره ځای پر ځای کیږي. سرچينې زياته کړې، چې د کابينې په ګډون په نورو دولتي ودانيو کې به هم پوځ ځاى پر ځاى شي.

سرچينې وائي وفاقي حکومت ايف سي ته خدمات غوښتي دي چې ترمخه به يې دوه زره ايف سي اهلکار په اسلام اباد کې خپلې دندې ترسره کوي. په اسلام اباد کې هم ددوه مياشتو لپاره دفعه 144 نافذه کړل شوې او ددفعه 144 دائره يو کلو ميټره پورې غځول شوې ده.

Leave a reply