عمران خان په پی ایم ایل ن مشرانو سختې نیوکې کړي

0
146

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې د پي ټي آئي د کارکنانو او د قيادت کوونکو په کورونو چاپو د مسلم ليګ (ن) مخ يو ځل بيا ښکاره کړے دے۔

په ټويټر يو بيان جاري کولو سره عمران خان وئيلي دي چې پرامن احتجاج د ټولو وګړو حق دے، کله چې مسلم ليګ (ن) اقتدار ته راځي نو د هغې فاشستي ماهيت څرګنديږي.

ده ووئيل مونږ د مسلم ليګ (ن)، پيپلزپارټۍ او جے يو آئي مارچ نه دي بند كړې او نه يې كرېكډاؤن وكړو په داسې حال كښې چې زمونږ د کارکنانو په كورونو كریكډاؤن هم د هغوي د لاس وهنې په اړه جدي پوښتنې راولاړې كړې دي۔
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مشر عمران خان له خوا د لانګ مارچ له اعلان وروسته د لاهور په ګډون د پنجاب په مختلفو سیمو کې پولیس د پي ټي آئي د مشرانو او کارکنانو په کورونو چاپې وهي.
دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي مشر حماد اظهر په کور ګارډن ټاؤن لاهور کې دپوليسو یو شمير اهلکار چاپه اووله ، په دې وخت کښې ياسمين راشد اؤ نور مشران هم موجود وو.

Leave a reply