د پي ټي آیی په مارچ د تشدد کولو اندیښنه، اسلام آباد هایی کورټ مهمه پریکړه کړې

0
191

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله د لانګ مارچ د ګډونوالو د ممکنه تشدد او ګرفتارۍ په ضد د پي ټي آئي د درخواست اورېدنې په مهال ريمارکس ورکړے دي چې عدالت دا حکم يوازې د اندېښنې له مخې نشي جاري کولی.

د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله په مشرۍ کښې د پي ټي آئي لانګ مارچ د ګډون والو د ممکنه تشدد او ګرفتارۍ په ضد د درخواست اورېدنه وشوه چې پکښې د پي ټي آئي وکيل علي ظفر او نور عدالت ته وړاندې شول۔
د اوريدنې په مهال د پي ټي آئي وکيل علي ظفر وويل چې دا د بنيادي حقونو خلاف ورزي يو کلاسيک مقدمه ده، پرامن احتجاج د اولس آئيني حق دی خو د تيرې شپې راهسې په ټول ملک کښې د پی ټي ایی مشرانو په ضد کريک ډاون روان دی.

د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس د علي ظفر د استدلال په اړه وويل سپريم کورټ د پرلت په مقدمه کې فيصله کړې ده او بايد عمل پرې وشي.
جسټس اطهر من الله ریمارکس ورکړل چې عدالت د خالي کولو حکم نشي جاري کولی ځکه چې دلته حساسې ودانۍ دي، دلته سفارتونه دي، داسې حکم نشي جاري کیدی، عدالت کولی شي چې د سترې محکمې په پریکړه عمل وکړي.

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس وويل عدالت دا حکم يواځې د انديښنو په وجه نه شي جاري کولى.

Leave a reply