د اولس د امنیت لپاره ګامونه اخستل کیږي: وزیراطلاعات ، مریم اورنګزیب

0
176

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د دې شرخوښو او فساديانو څخه د خلقو د ژغورلو لپاره هر قسمه ګام اخستل کيږي۔
مريم اورنګزېب پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې په لاهور کې دپوليسو په افسر کمال احمد باندې د ډزو سره د قانون څخه سرغړونه شوې ده.

هغې ووئيل وزيراعظم د معيشت او اولس د تحفظ لپاره بشپړه اراده څرګند كړے ده. هغې زیاته کړه چې میډیا دې د شرخوښو او ګډوډي جوړونکو کوریج نه کوي بلکه میډیا دې په هیواد کښې د سیاسي غونډو کوریح وکړي.
د اطلاعاتو وزير وويل چې د اقتصادي خودمختاري خوندي کولو لپاره د هڅود کاميابۍ لپاره سياسي ثبات ضروري دى، چا چې پاکستان تباه کړى دى هغو ته به د نورې تباهۍ اجازه نه شي ورکولى، د خلکو په معيشت او امنيت به هيڅ قسمه جوړجاړې وه نه کړې شي.

هغه زياته کړه چې کله هم اقتصاد په پښو ودرېږي نو عمران خان ی مینځ ته راځي او خنډان پیدا کوي چې ملکی اقتصاد نور هم خراب کړي، هغې اوویل چې وزیراعظم د ملکي اقتصاد پرمختګ لپاره عملي چارې پیل کړي دي او هیچا له به اجازه ور نه کړي چې خنډان پیدا کړي.
مريم اورنګزېب اوویل چې چې ولس ته دا فيصله کول دي چې د فساديانو سره ودريږي او که د ملک د هغه مشرانو او ګوند سره ودریږي کومه چې هیواد جوړوي، ،هغې اوویل چې د خلکو اوليت ترقي او خوشحالي ده ، د دې شرپسندانو او فساديانو نه د ولس د نجات لپاره هر ګام پورته کولې شي.

Leave a reply