حکومت د پي ټي آیی لانګ مارچ د مخنیوي پریکړه کړې ده

0
92

باغی ټي وي رپورټ
حکومت د پي ټي آئي د لانګ مارچ د مخنيوي فيصله کړې ده.د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د سياسي کميټۍ غونډه شوې چې پکښې د پي ټي آئي لانګ مارچ او د امن او امان په صورتحال غور اوشوو۔
په غونډه كښې فيصله وشوه چې د پي ټي آئي لانګ مارچ به بند كړے شي او د رياست په رټ به هيڅ قسمه جوړجاړې و نه شي او هر ډول غير قانوني كاروائي به بند كړې شي۔
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د خلکو خوندیتوب به تامینېږي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند کېږي، چې د نظم او امن د ګډوډوي لپاره هڅې وکړي، او د هر ډول تاوتریخوالی او پارونې پر وړاندې به قانون پلی کېږي.

په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د پرلت په اړه به د سترې محکمې پرېکړې عملي کېږي او د خلکو د ګټو لپاره به ټولې لارې خلاصې ساتل کېږي.په غونډه كښې وزيراعظم ووئيل دا ډول حركات د معيشت تباه كولو په شان دي۔
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د مئي په 25مه نيټه اسلام آباد ته د مارچ کولو اعلان کړے دې، د پي ټي آئي مشرانو خلاف د پوليس اهلکارو له لوري کريک ډاؤن جاري دي۔

Leave a reply